دامریکا او پاکستان اړیکی ددښمنی بڼه غوره کوی
رحمت اله روان رحمت اله روان

 

   که ځه هم فعلا دامریکی او پاکستان تر مینځ اختلافات دافغانستان او دسیمی دهیوادونو په ګټه نه تمامیږې په سیمه کې د دواړو هیوادونو له لوري د یوه بل پر ضد فعالیتونه به د افغانستان بحران اوږد او ورځ په ورځ به امریکايي ضد احساسات زیات کړی ده دواړو هیوادونو ترمنځ اختلافات به وضعیت هغی مرحلی ته ورسوی چی بیابه له هغه څخه وتل اسانه کار نه وې دا ځکه چی د ده دواړه هیوادونه ترمنځ دسیمی او منطقی په لحاظ  اوږدمهاله مشترګی هلی ځلی لکه د تروریزم په وړاندې ګډه مبارزه دمخدره مواد دکښت او قاجاق په وړاندی فعالیت او بالاخره په افغانستان کې دائیمی سوله چې د یوې باثباته او امن لرونکې سیمې لپاره ډیری ضروري ګڼله کیږې لا پرخپل ځای نا حله پاتی دې چی پر اساس یی باید په ګډه توګه ګامونه پورته شې دامریکا او پاکستان تر منځ داختلافاتو دزیا توالی په نتجه کی دسولی اوثبات دټینګښت لپاره کډی هځی له ناکامیو سره مخامخ کیږې اوجنګ او جګړی ته نوره هم زمینه مساعده کیږې د دغو دواړو هیوادونو تر منځ د پراخی نا خوالی له وجه په افغانستان کی لا نورو زیاتو جګړو ته دمختلفو جهتونو له طریقه لمن وهل کیدای شې دجنګ میدان بیاهم دتل په شانی افغانستان ټاکل کیږې او دافغانستان بیګناه وګړی ددغی جګړی قربانی ګر ځیږې دګډو شمیر هیوادونو داختلافاتو انتقام به بیاهم دافغانستان په پرتو ډیرو لیرو کلیو او بانډو کی دافغانستان دخلګو ځخه اخستل کیږې ، متاسفانه په دی باب دپاکستان دنظامی استخباراتو(ای،اس،ای) لاسونه  په افغانستان کی په پراخه پیمانه لا هم اوږده پاتی دی او هر وخت چه یی زړه وغواړی کولای شی په ډیره اسانی سره دمختلفو تخریبی لارو ځخه په استفاده له امریکا ځخه خپل انتقام دافغانستان په خاوری کی واخلی چی ښه بیلګه یی دناټو داکمالاتو په وړاندی دلاری دبندیدو په منظور له شپږ میاشتو را هسی دافغانستان ښو ونی اوروزنی دوزارت د درسی کتا بو نوګرځیدل اوځنډ یدل کیدای شې.که څه هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې (حنا رباني کهر) په کابل کی د اسيا زړه په کنفرانس کې له ګډون وروسته ویلی دی، چې د ناټو پر وړاندې د اکمالاتي لارو تړل په دې مانا نه دي ، چې د افغانسان د سوداګريزو کاروانونه پر مخ به هم لاره تړلې وي. دې ويلي، چې پاکستان له افغانستان سره سوداګريز او ترانزيت تړون لري. نوموړې ژمنه کړی ده چې ډېر زر به د پوهنې وزارت کتابونه چې په کراچۍ کې ايسار دي، راخوشې کړي. دا کتابونه له څو مياشتې راهيسې په کراچۍ کې بند دي په هرصورت اوس به وکتل شی چی د پاکستان استخبارات (ای،اس،ای)به دحنا ربانی کهر دغه وعده پر ځای کړی او که دپخوا په ځیر بیاهم کوم اهمیت ورنه کړې؟

یو وخت پاکستان د امریکا له مهمو ستراتیژیکو ملگرو څخه یو ؤ ولی په دی وروستیو کې او په خاصه توګه د پاکستان په ایبټ آباد کې د اسامه، تر وژل کیدو وروسته  د امریکا او پاکستان د ملګرتیا بنسټ پای ته رسیدلی دې متحده ایالات په پاکستان کې د خپلو بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکوي او د پاکستان نیوکو ته هیڅ پاملرنه نه کوي. پاکستان هم د امریکا غوښتنې په پام کې نه نیسي او تر اوسه پورې ئې د ناټو د اکمالاتي قطارونو پر مخ له افغانستان سره خپله پوله تړلې ساتلې د ی ، د پاکستان له خوا د ناټو د اکمالاتي لارې د بندولو ستونزه اوس حتی که حل هم شي، خو داسې نه ښکاري چې د دواړو هېوادونو اړیکي به بېرته ښه شي ځکه د پاکستان په وړاندې د امریکا د غوسې یو علت دا دی چې اسلام اباد د هغو وسله والو ځپلو ته لېوالتیا نه لري چې د دې هېواد له خاورې په افغانستان کې پر نړېوالو ځواکونو حملې کوي او پاکستاني چارواکي دهغوی دوینا و پر اساس ځکه په غوسه دي چې واشنګټن پرته له دې چې د پاکستان اندېښنې او قربانۍ په پام کې ونیسي پرله پسې د نورو اقداماتو غوښتنې کوي ،امريکا د دوشنبې په ورځ د دفاع وزارت پلاوي چې په اسلام اباد کې يې له پاکستاني چارواکو سره د لارې د بيا پرانستلو په اړه خبرې کولې، بېرته ورغوښت. دا خبرې وروسته تر شپږو اونيو بې نتيجې پاي ته ورسيدې د امريکا يوه جګپوړي چارواکي د سې شنبې په ورځ رويټرز اژانس ته وويل، که چيرته اسلام اباد له امريکا سره شخړه هواروي نو بايد د بهرنيو ځواکونو لپاره د اکمالاتو لاره پرانيزي دغه امريکايي چارواکي چې د نوم له اخيستو ډډه کړې ده دا هم ويلي دي چې د بهرنيو ځواکونو لپاره د اکمالاتو د لارې له پرانيستو سره به هم ټولې ستونزې هوارې نه شي خو دا به يو مهم ګام وي چې د اړيکو د ښه کيدو لپاره اخيستل کيږي

 ځوک هغه وخت پوهېږي چې د دوو کسانو دوستي نوره نو پای ته رسېدلې چې یو د بل د د دښمن په مخکې پر هغه ملنډې ووهي همدا کانه تېره اونۍ امریکا پر پاکستان هغه مهال وکړه چې د امریکا دفاع وزیر په نوې ډېلي کې په دې اړه خبرې وکړې چې یوکال مخکې، د امریکا پوځ د اسامه بن لادن د وژنې لپاره د عملیاتو خبره څنګه له پاکستانه پټه ساتلې وه د بن لادن پر استوګنځي د امریکايي کومانډو حملې پاکستان ځکه په غوسه کړ چې له مخکې خبر نه و ورکړل شوی او دایې د ځان سپکاوی وګاڼه د امریکا دفاع وزیر لیون پنېتا په نوې ډېلي کې له یوې وینا وروسته د پوښتنو او ځوابونو په یوه پروګرام کې په ملنډو وویل، پاکستانیان زموږ له عمیاتو نه و، خبر او همدا زموږ اصلي هدف و، او له دې وینا سره په غونډه کې ناستو کسانو په لوړ غږوخندل

دځه د پاسه شپږ میاشتو را هسی ځینو پېښو، له تروریزم سره په جګړه کې د دې دوو متحدانوامریکا، پاکستان په اړیکو کې کړکېچ زیات کړ لمړی ځل په ۲۰۱۱ کی یوه قراردادي له خوا په لاهور ښار کې په ډزو د دوو پاکستانیانو د وژنې لانجه لا توده وه چې امریکايي کومانډو د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وواژه د تېرکال په نوامبر میاشت کې د امریکا پوځ په یوه هوايي برید کې ۲۴ پاکستاني پوځیان ووژل او اسلام اباد په متقابل اقدام کې په بلوچستان کې شمسي هوايي اډه چې د بې پیلوټه الوتکو د حملو لپاره کار ترې اخیستل کېده، بنده کړه ،د بن لادن د عملیاتو په اړه د امریکا ددفاع وزیر څرګندونې او ملنډې که څه هم د لیکلې وینا له مخې نه وې او ښايي تصادفي به وې خو په هند او وروسته بیا په افغانستان کې د ده نورې څرګندونې  داسې ښکارېدې لکه پر پاکستان د فشار راوستو لپاره چې ښې سنجول شوې وي ،د وروستیو ورځو پېښې ښيي چې پاکستان او امریکا له یو بل سره لا ډیر واټن نیسي او د نوو ستراتیژیکو متحدینو د موندلو په هڅه کې دي. ناټو د چهار شنبې په ورځ (د جون د میاشتې ۴مه نیټه) د مرکزي اسیا له درو هیوادونو سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې ئې له افغانستان څخه د دغه سازمان پوځي تجهیزات د همدې هیوادونو له لارې وځي. داسې ښکاري چې ناټو له دې کار سره د پاکستان پر ځای له افغانستان څخه د خپلو تجهیزاتو د راایستلو له پاره د یوې بلې لارې په لټه کې ده د المان د ایسن د دویسبورگ په پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد پروفیسور واخن هیپلر، له المان غږ سره په یوه مرکه کې ویلی دی چی(( ناټو او امریکا غواړي د دغه تړون له لاسلیکولو سره پاکستان تر فشار لاندې راولي. هغوی غواړي چې پاکستان ته وښيي چې له دې هیواد پرته هم کولای شي چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو راایستل تنظیم کړي. خو له بلې خوا ناټو غواړي چې له پاکستان سره د اړیکو د نه ښه کیدو په صورت کې له افغانستان څخه د وتلو یوه بله لاره ولري ))

 امریکا د پاکستان په وړاندې زغم له لاسه ورکړی او خپله غوسه اوس په ډاګه څرګندوي. ملیحه لودي چې د 2001 کال د سپټمبر د یوولسمې د حملو پرمهال په امریکا کې د پاکستان سفیره وه او د دواړو هېوادونو د اتحاد په ټینګولو کې یې مهمه ونډه درلوده،ځینو رسنیو ته ویلي، امریکا او پاکستان که څه هم نه غواړي، خو اړیکو یې اوس د دښمنۍ بڼه خپله کړې ده، ده همدی موضوع په هکله اسوشېتېد پریس لیکلی دی چی، امریکا او پاکستان اوس د متحدانو په پرتله ډېر دښمنانو ته ورته دي او دا ستونزه په پاکستان کې دېره له القاعده او طالبانو سره د امریکا جګړه او په افغانستان کې د ثبات ټينګولو هڅې له خطر سره مخامخ کوی ،د يادونې ده، چې د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا دجون په اوومه نیټه سهار وختی افغانستان ته په يوه ناڅاپي سفر ورغی، افغانستان ته د نوموړي دغه څلورم سفر دى، پنيټا په داسې حال کې افغانستان ته په سفر راغلى، چې یوه ورځ وړاندی په افغانستان کې خونړۍ ورځ تېره شوی ؤ،په هغه ورځ په قندهار،او تخار کی د درېيو ځانمرګو بريدونو ترڅنګ دلوګر په ولایت کی د ايساف په هوايي بمبار کې ١٨ عام وګړي هم ووژل شوی ونوموړى له دې مخکې هندوستان ته تللى و او له دغه هېواد يې غوښتي و، چې له افغانستان سره له ٢٠١٤ کال وروسته مرستې زياتې کړي د امريکا د دفاع  وزير په کابل کی دیوه ځانګړی مطبوعاتی کنفرانس په طرځ کی  په دی خبره اعتراف وکړ او وی ویل، تر هغه چې د ترهګرو ځالې په پاکستان کې شتون ولري، افغانستان ته امنيت راتلل ناشونى دى،هغه زياته کړه، چې امريکايي چارواکو له پاکستاني چارواکو سره خبرې پيل کړې ترڅو په دغه هېواد کې د ترهګرو ځالې له منځه يوسي ،نوموړی وویل چی زمونږ(امریکا ) حوصله نوره ختمه شوی ده په پاکستان کی باید دترهګری ځالی ختمی شې  پنيټا داهم ویلی دی، چې په پاکستان کې د ترهګرو د ځالو د له منځه وړو لپاره به امريکا پر پاکستان ډيپلوماتيک فشارونه هم رواړي ، پاکستان ته په کار ده، ترڅو د ترهګرو پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي ترڅو افغانان او په افغانستان کې شته بهرنيان له دغه ګواښ څخه خلاص شي،د امریکا د دفاع وزیر له پولي اخوا د مخالفینو خوندي ځایونه یوه زیاتیدونکې اندیښنه بللی ده، نور یې په اړه د دوي زغم خپل وروستي حد ته رسیدلی دی  پنیتا ویلی دی، چې د دغو خوندي پټنځایونو په موجودیت کې د یوه خوندي افغانستان رامنځ ته کول یو ستونزمن کار دی ، چې پاکستان باید نور د دغو پټنځایونو پر ضد اقدامات وکړي نوموړي د پاکستان په خاوره کې د خپل هیواد د بې پیلوټه الوتکو د حملو ننګه وکړه او په ډاګه یی کړه چې دغه حملې د پاکستان په ملي حاکمیت پورې اړه نه لري بلکې په افغانستان کې د دوی د عسکرو د امنیت لپاره کیږي،چی امريکا به په پاکستان کې د بې پيلوټه الوتکو بريدونو ته دوام ورکړي. ده وويل چې پاکستان ته يې په ډاګه کړې ده چې په پاکستان کې به د القاعده پر مرکزونو بريدونه دوام ولري، دپینتا دغه ځرګندونی  د امریکایي چارواکو له خوا د پاکستان پر وړاندې د تر ټولو سختې لهجې کارول دي چی مخکی له دینه یی ساری نه دی لیدل شوی د يادونې ده، چې د امريکا لخوا پر قباييلي سيمو نږدې هره ورځ بريد تر سره کيږي او تر اوسه په زرګونو مخالفین او ملکي خلک وژل شوي، خو پنجابي حکومت کوم ځانګړی غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د خپلو پوځيانو د وژلو له امله يې ډېر عاجل غبرګون وښودلو او تر نن ورځې يې پر امريکايانو او متحدينو يې افغانستان ته ترانزيتي ﻻره وتړله د سيمې د چارو کارپوهان وايي، چې د امريکا په مشرۍ د پښتنو د عام وژنې په دسيسه کې پنجابي حکومت له دوی سره ښه همکاري لري او د پښتنو د ځپلو لپاره يې ورته شين څراغ ورکړی دی. د پاکستان او امریکا اړیکې په وروستیو کې تر بل هر وخت دیرې ترینگلې شوي دي ،دافغانستان دفاع وزیر وردک هم دامریکا له دفاع وزیر سره په خبري کانفرنس کښې ویلی دی په پاکستان کښې دطالبانو دامن ځایونو پرضد اقدام نه ترسره کیدل به په افغانستان کښې دامنیت ټینګول له ډیر مشکل سره مخامخ کړي

د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا دافغانستان له سفره وړاندی په نوی ډهلی کی له افغانستان سره د امریکا د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د موافقې په یادولو سره له هندي چارواکو وغوښتل چې له افغانستان سره د سوداګرۍ، پانګونې، بیارغونې او د امنیتي ځواکونو د مرستې له لارې ملاتړ ته دوام ورکړي ،پنیتا د هند له صدراعظم من موهن سینګ سره له کتنې وروسته په ډیلي کې د دفاعي څېړنو او شننو انستیتیوت ته په وینا کې وویل:«موږ د ځواک لېږد په برخه کې فوق العاده پرمختګ کوو. د امریکا متحدو ایالتونو اوس له افغانستان سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو موافقه کړې ده. ما له هندي چارواکو په کلکه وغوښتل چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي، د دغه هیواد ملاتړ ته د پانګونې، سوداګرۍ او بیا رغونې له لارې دوام ورکړي ،پنیتا د هند له صدراعظم او نورو چارواکو سره خپلو خبرو ته په اشارې وویل:«موږ د افغانستان په اړه وږغېدو، چېري چې موږ افغانانو ته د اقتصادي، حکومتي او امنیتي چارو د مسوولیوتو د سپارلو کار پیل کړی دی. هند د افغانستان په بیارغونه کې د پراخې برخې اخیستو له لارې د دې پروسې ملاتړ کړی او له افغانستان سره یې د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو موافقه لاسلیک کړې ده ،نوموړی همداراز وویل چې ده د هند د دوه ورځني سفر په لړ کې د یوې نوې دفاعي ستراتیژۍ په اړه، چې په اسیا کې د امریکا د پوځي انډول لارښوونه کوي، خبرې کړي دی..

هندوستان له افغانستان سره یو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړی دئ چې له مخې ئې دغه هیواد د نورو برخو تر څنگ، افغان امنیتي ځواکونه هم روزي ،د سیاسي چارو ځیني کارپوهان وايي چې له افغانستان سره د هند د مرستو زیاتېدا او نوره بوختېدا کېدای شي پاکستان نور هم وپاروي. پاکستاني چارواکي د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې او د طالبانو د ملاتړ د توجیه کولو لپاره په زغرده وايي چې په افغانستان کې د هند زیاتېدونکی نفوذ دوی نه شي زغملی..

د پاکستان او متحده ایالاتو اړیکې په وروستیو کې تر بل هر وخت ډیرې ترینګلې شوې دي. د دواړو هیوادونو اړیکې په پاکستان کې د اسامه بن لادن، تر وژل کیدو وروسته یوه نوي پړاو ته وردننه شوې او بیا د تیر کال په نومبر میاشت کې د ناټو په یوه هوایي برید کې د ۲۴ پاکستاني سرتیرو تر وژل کیدو وروسته دغه اړیکې تر بل هر وخت ډیرې ترینګلې شوې ښايي د پیتر لیوي، له سفر سره د پاکستان او امریکا ترمنځ په اړیکو کې کوم بدلون را نه شي که ځه هم هغه به هڅه وکړي چې پاکستان د پولې بیا پرانیستلو ته وهڅوي، خو ښايي پاکستان اوس غواړي پر خپل دریځ ولاړ پاتې شي. داسی فکر نه کیږی چې پاکستان او امریکا به په نزدې راتلونکې کې د پولې په بیا پرانیستلو سره موافقه وکړي  د پنیتا سختې خبرې پر پاکستان د لا ډیر فشار اچولو له پاره شوي دي. امریکا له پاکستان څخه غواړي چې په شمالي وزیرستان کې د مخالفینو  وړاندې عملیات تر سره کړي، خو پاکستان تل د دغه کار له تر سره کولو څخه ډډه کوي

. پاکستان د شنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې رد کړې. پنیتا په وروستیو کې ویلي وو چې پاکستان کې د یاغیانو د پټنځایونو شتون په افغانستان کې سوله ستونزمنه کړې ده له دې سره ښايي د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکې لا پسې ترینګلې شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې ویلي دي: موږ فکر کوو چې د دفاع وزیر له ترهگرۍ او افراطیت سره زموږ په مبارزه کې یو شمیر ډیرې مغلقې مسئلې ډیرې ساده گڼي،د پاکستان د بهرنیو چارو له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «پاکستان تل ویلي دي چې اجازه به ور نه کړي چې خاوره ئې د یوه بل هیواد پر وړاندې وکارول شي او په دې هیواد کې به د یاغیانو د پټنځایونو رامنځ ته کیدل هم و نه زغمي پاکستان به د یاغیانو پر وړاندې د عملیاتو د تر سره کولو له پاره د خپل پلان له مخې عمل وکړي.

 دامریکا او ناټو  له لوری د مرکزي اسیا له درو هیوادونو سره د ستراتیژیک سند لاسلیکول ښیي چې امریکا نه غواړي چې په سیمه کې نور پاکستان پورې ډیر تړلې وي او یا هم کیدای شي چې امریکا نور پر پاکستان باندې اعتماد و نه لري. دا چې اوس امریکا غواړي له هندوستان سره نزدي شي چې د پاکستان پخوانۍ دښمن هیواد دئ، همدا موضوع رسوي. په وروستیو کې د هندوستان او امریکا اړیکې ډیرې پراخه شوې دی امریکا غواړي چې په سیمه کې یو باثباته او د اعتماد وړ ملگری ولري. پروفیسور هیپلر وایي چې امریکا په دې برخه کې خپلې گټې هم په پام کې نیسي: «کله چې د افغانستان جگړه پای ته ورسیږي، پاکستان هم د امریکا له پاره خپل ستراتیژیک اهمیت له لاسه ورکوي. هندوستان چې اوس په یوه نړیوال ځواک د بدلیدو په حال کې دئ، امریکا داسې انگیري چې دغه هیواد کیدای شي په اوږده موده کې د هغه یو ستراتیژیک ملگری پاتې شي هندوستان له چین وروسته په سیمه کې دویم اقتصادي ځواک دئ. امریکایان له هندوستان سره په همکارۍ کې د ځان له پاره ډیرې گټې ویني  دا چې امریکا هندوستان ته نزدې کیږي، دا پخپله پاکستان نور هم انديښمن کوي او د خپلو منافعو د ساتلو لا سختو کوښښونو ته ئې هڅوي. له همدې کبله پاکستان د ناټو پر مخ د خپلې پولې د پرانیستلو په اړه يوې پایلې ته نه رسیږي او له بلې خوا چین ته د نزدې کیدو هڅې کوي چې دا پخپله د امریکا او پاکستان د اړیکو د لا ترینگلې کیدو لامل کیږي ښايي د پاکستان او امریکا گټې د یو بل په مقابل کې وي له همدې کبله د دغو دواړو هیوادونو تر منځ واټن د وخت په تیریدو سره لا ډیریږي. امریکا نه یوازې د اقتصادي لاملونو له کبله هندوستان ته د نزدې کیدو هڅې کوي، بلکه له دې سره غواړي چې په سیمه کې د چین د ډیر نفوذ مخه هم ونیسي پاکستان پخوا هم له چین سره ښې اړیکې درلودې. خو د پاکستان تر ټولو ښه نړیواله ملگرې امریکا وه. خو اوس چې چین په نړۍ کې په یوه پیاوړي اقتصادي او پوځي ځواک د بدلیدو په حال کې دئ، پاکستان غواړي له دې هیواد څخه کار واخلي دا چې پاکستان له امریکا څخه مخ اړوي او چین ته مخه کوي کیدای شي چې د امریکا له پاره د یوې محدوده ماتې په توگه هم وگڼل شي ځکه چې که امریکا پاکستان له لاسه ورکړي او هندوستان په لاس راوړي، بیا ئې هم کامیابي په برخه کیږي.

د پاکستان د امت ورځپاڼې د راپور پربنیاد  امریکا وروسته له دې چې ناهیله شوه پاکستان بیا د ناټو د اکمالاتې کاروانونو په مخ لاره نه پرانیزې ،په پاکستان فشار زیات کړي دي او د دغه هیواد د سمندري حریم خلاف ورزۍ یې کړي او خپله ستره جنګي کشتۍ یې د ګوادر بندر کابو ۷۰ کیلومټرۍ ته نږدې درولي ده په را پور کی ویل شوی دی چی په دغه ستره جنګي کشتۍ کی څلور پرمختللې اوبتلونه ، د سونګو لپاره دوه تیلي کشتۍ ، لس جنګي کشتۍ او د معلوماتو د راټولولو کشتۍ شاملي دي د پاکستان حکومت او پوځ د امریکا ددغه اقدام په اړه څیړنې پیل کړي دي او ددې چارې علت یې د پاکستان د بلوچستان صوبې په شمول د سیمې د حالاتو خرابول په ګوته کړی دې،د امريکا دفاع وزير ليون پانيتا، دامریکا و سنا مجلس ته د هېواد د بوديجې د لګښتونو د ګزارش د وړاندې کولو په برخه کې ويلي،چې امريکا ته د مياشې تر سلو ميليونو ډالرو پورې  تاون له دې امله رسيږي، چې پاکستان ورباندې ترانزيتي ﻻره افغانستان ته وتړله. نوموړې زياته کړې، چې د منځنۍ اسيا له ﻻرې اکماﻻت تر سره کيږي، خو د پاکستان په پرتله دا ډېر ګرانه پريوزي د پاکستان د دغه دريځ په هکله امريکا کې ډول ډول نظرونه دي، ځينې پاکستان سره د جوړ جاړي ته د رسيدلو خبرې کوي او ځينې نور بيا وايي، چې د صبر کاسه يې ډکه شوې ده بايد پر پاکستان باندې ټولې مرستې ودرول شي.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وايي چې دوی اوس هم تیار دي چې په دې شرط بېرته پاکستان ته لاړ شي چې د پاکستان له لوري شنه اشاره ورکړای شي پاکستان تر اوسه ټينګار کاوه، چې متحد ایالات باید د ناټو په هوايي حمله کې د دوي د عسکرو د وژل کېدو پر پيښه رسما معذرت وغواړي خو د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا دتیری چهارشنبی په ورځ ویلی دی، چې پاکستاني لوري یوازې دا غوښتنه نه درلوده، بلکه نور مسایل یې هم د حل لپاره مخکې کړي وو چی په هغو کی د ناټو دغړو هیوادونو دهر کانتینر پر سر د۵۰۰۰ ډالرو غو ښتنه هم شامله د.پای 


June 19th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی